شي جين پينګ د نړيوال پرمختګ د فکري ارګانونو فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/07/05 15:11:56
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۴مه نېټه د نړيوال پرمختګ د فکري ارګانونو« نړيوال پرمختګ: ګډې دندې او د عمل ارزښت» فورم ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي په پيغام کې ويلي، چې چين د ټولو هېوادونو د خلکو پر ګډو ګټو ټينګار لري او هيله يې ښودلې، چې ټوله نړۍ ټولشموله چارې ترسره او د نوښت پر لور ګامونه واخلي او د انسانو او طبعيت ترمنځ همغږي پياوړې کړي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې نړيوال دې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا دې  پلې او د ځواکمن، زرغون او سوله ييز نړيوال پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي.

د نړيوال پرمختګ د فکري ارګانونو فورم په همدې ورځ د چين په پلازمينې بېجينګ کې تر سره شو.