د روسيې د دفاع وزير شويګو د جولای په څلورمه نېټه په کرملين ماڼۍ کې د روسيې د وسله والو ځواکونو سر اعلی قوماندان ولاديمير پوتين ته د لوهانسک پوځي عملياتو په اړه مالومات ورکړي دي.
د روسیې پوځ او د لوهانسک وسله والو ځواکونو د جون ۱۹مې نېټې راهيسې په لوهانسک کې پوځي عمليات روان کړي او ډاډ يې ښودلی، چې له اوکرايني ځواکونو يې ياده سيمه ازاده کړې ده.
د مالوماتو له مخې، روسي ځواکونو په دغو عملیاتو کې ټولټال ۶۷۰ کیلومتره مربع خاوره تر خپل کنټرول لاندې راوستلې ده.
شویګو ويلي، چې د لوهانسک جنګ په وروستیو دوو اونیو کې ۵۴۶۹ اوکرايني سرتيريو ته مرګژوبله اوښتې، چې په دې جملې کې يې ۲۲۱۸ اوکرايني سرتيري وژلي او ۳۲۵۱ يې ټپيان کړي دي.
(ژباړه: شکريه)