چين: د ټولو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو هرکلی کوو، چې د نړيوال پرمختګ په وړانديز کې ګډون وکړي
CMG2022/07/05 10:25:52
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په څلورمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د نړيوال پرمختګ وړانديز منځپانګه پر پرانېستې او ټولشمولې روحيې ورټوله ده او چين د ټولو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو هرکلی کوي، چې  په دغه وړانديز کې ګډون وکړي.

جاو لي جيان وويل، د زياتو هېوادونو مشرانو په دې وروستیو کې د نړيوال پرمختګ د لوړې کچې خبرو اترو کې د یاد وړاندیز ډېره ستاینه کړې ده. دوی باور ښودلی، چې دغه وړاندیز د ټولو هېوادونو په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو له بيړنيو پرمختيايي اړتياوو سره سمون لري او د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ موخې د پوره کولو لپاره ممکنه لاره برابروي.

 رئيس شي جين پينګ په یادو خبرو اترو کې د نړيوال پرمختګ د پرمخبيولو لپاره يو لړ واقعي همکاريز تدبيرونه وړاندې کړي او د چين حکومت له يادې غونډې وروسته د ٣٢ لاسته راوړنو ليست خپور کړی دی.

جاو لي جيان وويل، چې دا د نړيوال پرمختګ وړانیز د پلي کولو لپاره د چين لومړی ګام و او د غونډې ګډونوالو د دې وړاندیز ډېره ستاینه  کړې او د همکارۍ   فعالې هیلې يې ښودلې دي.