د ايران بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۴مه نېټه پر خپلې وېبپاڼې د دغه هېواد د خارجه وزير حسين امير عبداللهيان په قول خبر ورکړی، چې امريکا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ايران د هر اړخيز اټومي تړون د بيا پلي کېدو په غونډه کې د پرمختګ او وړانديز پر لور ګامونه نه دي پورته کړي.
عبداللهیان دغه څرګندونې د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیرې کولونا سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال کړې دي.
نوموړي ويلي، چې ایران د دوحې خبرې مثبتې ارزوي او د یوې ښې او دايمي هوکړې ته د رسېدو لپاره جدي هڅې کوي او د خبرو اترو په ترڅ کې یې هر وخت مثبت وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړي دي.
عبداللهیان دا هم ويلي، چې د ایران د اټومي مسئلې د حل لپاره لا هم ډیپلوماټیکه لاره خلاصه ده، خو ایا امريکا به وکولی شي، چې له دې فرصته ګټه واخلي.
نوموړي زياته کړې، چې ایران د خپلو ژمنو پوره کولو ته ژمن دی او تمه لري، چې نور اړخونه هم په سمه توګه چارې ترسره کړي.
(ژباړه: شکريه)