په امریکا کې د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو پر مهال ۶ کسان په ډزو وژل شوي
CMG2022/07/05 10:25:04
شريکول:

 

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د الينويس ايالت په هايلنډ پارک ښار کې د جولای په ۴مه نېټه د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې ۶ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان شوي دي.

د مالوماتو له مخې، ياده پېښه د امريکې د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو پرمهال شوې ده.

پولیسو د پیښې له ځایه یو ټوپک پيدا کړ او باور يې ښودلی، چې بريدګر د ودانۍ له بام څخه پر خلکو ډزې کړې دي.

پولیسو د هایلنډ پارک ښار شاوخوا سيمې کلابندې کړي او د بريدګر د نيولو په هڅې کې دي.