پر افريقايي الاصله امريکايانو ډزې
CMG2022/07/05 14:50:53
شريکول:

يوه سپين پوستي امريکايي پوليس د ۲۰۲۰م کال په مې کې يو افريقايي الاصله امريکايي په ډېر زوزياتي وواژه او د امريکې په لر او بر کې يې د تور پوستو غوسه را وپاروله. په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې يادې پېښې ته ورته يوه بله پېښه رامنځته شوې او خلک يې قهرجن کړي دي.

د امريکا د اوهيو ايالت  د اکرون ښار پوليسو د جولای په درېيمه نېټه د يوې پېښې ويډيو خپره کړې ده.

دغه پېښه څو ورځې مخکې رامنځته شوې  او پکې ښکاري، چې پوليس پر افريقايي الاصله امريکايي جلانډ والک ډزې کوي او ځای پر ځای يې وژني.

 په ويډيو کې ښکاري، چې ۸ پوليس په يوه ټرافيکي معاينه کې جلانډ والک  تعقيبوي او په ترڅ کې يې پر نوموړي  ډزې کوي. د ځايي پوليسو په قول، دغو ۸ پوليسو پر والک تر ۹۰ زياتې ګولۍ ويشتلي او ډاکټرانو د هغه پر بدن د ۶۰ مرميو ټپونه تاييد کړي دي.
د جولای ۴مه نېټه  د امريکا د خپلواکۍ له ورځې سره برابره وه.

 د امريکا بوسټون ګلوب ورځپاڼې ((Boston Globe)) په يوې تبصرې کې ويلي، چې د روان کال له بد جون وروسته د جولای څلورمه نېټه د لمانځنې وړ نه ده.

خلکو په اکرون ښار کې د پوليسو د زورزياتي پر ضد لاريونونه تر سره  کړي او ځايي حکومتي اداره اړه شوې، چې د امريکې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې مراسم لغوه کړي.

د پوليسو د زورزياتي نقشې د ويبپاڼې شمېرې ښيي، چې په امريکا کې له ۲۰۲۰م کال راهيسې د پوليسو د زورزياتي له امله ۲۵۶۳ کسان وژل شوي، چې په دې جملې کې ۵۶۵ افريقايي الاصله وګړي دي، چې د وژل شويو کسانو په عمومي اندازې کې ۲۲ سلنه نيسي.

امريکايي پوليسو په روان کال کې  په کور دننه ۴۹ افريقايي الاصله وګړي وژلي دي.

دغه شمېره ښيي، چې په امريکا کې د پوليسو د زورزياتي په پېښو کې د افريقايي الاصله وګړو وژل کېدل د سپين پوستو د وژنې په پرتله ۹ اعشاريه ۲ زياتوالی ښيي.

 بر سيره پر دې، د امريکا په بېلا بېلو برخو کې پراخ سيسټماټيک نژادي تبعيض روان دی.

د امريکا د کليفونيا ايالت يوې ځانګړې ډلې د روان کال په جون کې پر افريقايي الاصله وګړو د مرئيتوب يا غلامۍ د اغېزو څېړنيز راپور خپور کړی دی. دغه راپور۵۰۰ پاڼې لري او د بېلا بېلو ټولنو پاملرنه يې راجلب کړې ده.

راپور ښيي، چې په امريکا کې افريقايي الاصله وګړي د تبعيض لرونکو قوانينو او کړنو له امله د کورونو، ښوونې، روغتيا او استخدام په برخو کې له زيانونو سره مخ دي.

 په امريکې کې په ښوونيزو او طبي چارو کې هم د نژاد پالنې پراخې مسئلې موجودې دي.

دلته يې د ښوونې بېلګه راوړو.

 د امريکا په اريزونا ايالت کې له بېوزلو غير سپين پوستو زده کوونکو سره مالي مرستې له بېوزلو سپين پوستو زده کوونکو سره د مرستو په پرتله ۶۰ سلنه کموالی ښيي.

په امريکې کې د سپين او تور پوستو ترمنځ توپير د طبي سرچينو د وېش په برخه کې هم ليدل کيږي.

د يوې سروې ۸۰ سلنه افريقايي الاصله امريکايان په دې نظر دي، چې د هېواد د روغتيا او طبي خدمتونو کيفيت يې د نژادي تبعيض له امله زيانمن شوی او په تېره بيا د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې دغه خنډونه ډېر زيات او سخت شوي دي.

د امريکا پر ملي لږکيو ظلم او تبعيض نه يوازې د دغه هېواد له تاريخ، نژادي جوړښت او ټولنيزې فضا سره تړاو لري، بلکې د امريکايي سياستوالو په ناوړو سياليو او ناکامې ادارې پورې هم اړه لري.

په امريکا کې به په روان کال کې پارلماني ټاکنې تر سره شي، خو د دغه هېواد دوه لوی ګوندونه يوازې د خلکو رايې غواړي او پاملرنه ورته کوي، خو د ملي لږکيو غږونه نه اوري، د نژداي تبعيض د حل لپاره يې هڅې نه کوي او يا هم غوږونه پرې کاڼه اچوي.

 ګالوپ شرکت په دې وروستيو کې د يوې سروې نتيجه خپره کړې، چې له مخې يې له ۴۰ سلنې کم امريکايان پر خپل وطن وياړي او دغه رقم په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسيدلی دی.

د برابرۍ او ټولشموليت په اړه د امريکايي سيساتوالو شعار او اعلان  د دغه هېواد د بشري حقونو بدرنګه څېره نه شي پټولی.

 امريکايي سيستوال به څنګه دوه سوه کالونه مخکې د دغه هېواد د بنسټګرو اميد ته ځواب ورکړي؟