په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۴۶۳۵۷۴۴۴ ته رسېدلی
CMG2022/07/05 10:24:19
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۴مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۴مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۳۸ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۲۲۹۴۶۱ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۴۶۳۵۷۴۴۴ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دغه وبا له امله ۳۶۶ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶۳۳۶۴۱۵ ته رسېدلی دی.