د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د جولای په ۴مه نېټه د نوي حکومت د کابينې نوملړ خپور کړی، چې پکې د مخکينۍ کابينې ځيني غړي هم شامل دي.
د فرانسې صدراعظمې ايليزابت بورني د حکومت د نوې کابينې د غړو ۴۱ کسیز لېست خپور کړی، چې پکې ۱۶ وزيران، ۱۵ د وزيرانو په کچه استازي او ۱۰ دولتي سکرتران شامل دي.
د مالوماتو له مخې، د فرانسې په نوې کابېنې کې ۲۱ ښځې هم شاملې دي.