د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د الينويس ايالت د هايلنډ پارک ښار پوليسو ادارې د جولای په ۴ مه نېټه ويلي، هغه بريدګر چې د امريکې د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو پر مهال يې پر خلکو ډزې کړې وې، نېولی دی.
د امريکا ځايي څارنوالۍ د روانې مياشتې په ۵مه نېټه اعلان کړی، چې د يادې پېښې بريدګر د لومړۍ درجې وژنې له ۷ تورونو سره مخ دی.