د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د روسیې د دفاع وزیر سیرګي شویګو د جولای په ۵مه نېټه په یوې غونډې کې ویلي، چې ځواکونه به يې د لوهانسک سیمې تر ازادولو وروسته په اوکراین کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي او د پوتین امر به پر ځای او سر ته ورسوي.
د اوکرایني ځواکونو د لوی درستیز عمومي ریاست په همدې ورځ پر ټويټرپاڼې ليکلي، چې د روسیې ځواکونه اوس په دې هڅې کې دي، چې پر لوهانسک سیمې پوره کنټرول ترلاسه کړي.
(هیله)