په بلوچستان کې سختو بارانونو ۲۵ کسان وژلي
CMG2022/07/06 14:39:07
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بلوچستان ایالتي چارواکي د جولای په ۵مه نېټه ویلي، چې وروستيو سختو بارانونو او سیلابونو په دغه ایالت کې ۲۵ کسان وژلي او ۴۰ کسان يې نور ټپيان کړي دي.

د بلوچستان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې يوه چارواکي نصیر احمد پر خپلې ټویټرپاڼې ليکلي، چې د روانې میاشتې له ۴مې نېټې څخه په دغه ایالت کې سخت او پر له پسې بارانونه اوري، چې له امله یې سيلابونه راوتلي او خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

نوموړي ليکلي، چې دغو سختو بارانونو او سيلابونو څه دپاسه ۲۰۰ کورونه ویجاړ کړي او څه باندې ۲۰۰۰ څاروي يې هم وژلي دي.

 (هیله)