قرغېزستان او چین منظمې الوتنې بیا پیل کړې
CMG2022/07/06 10:22:22
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په قرغېزستان کې د چين سفارت د جولای په پنځمه نېټه اعلان وکړ، چې د قرغېزستان او چين ترمنځ عادي الوتنې په همدې ورځ بيا پيل شوې او د اورومچي- بشکيک-اورومچي پروازونه په رسمي توګه پېل شوي دي.

يوې مسافر وړونکې الوتکې د روانې میاشتې په ۵مې نېټې د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې له اورومچي څخه د قرغېزستان د پلازمينې بشکيک په لوري الوتنه وکړه او پر ځايي وخت د ماسپښين په يوې بجې او ۴۸ دقيقو د قرغېزستان په ماناس نړيوال هوايي ډګر کې کېناسته او کابو يو نيم سات وروسته یعنې د ماسپيښين په ۳ بجو او ۴۵ دقيقو له بشکیک څخه د اورومچي په لور روانه شوه.

 (ژباړه: شکريه)