د چين بهرنيو چارو وزارت وياند د چين او امريکا د خارجه وزيرانو د ليدنې په اړه مالومات ورکړل
CMG2022/07/06 10:58:47
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۵مه نېټه په يوې خبري ناستې کې خبريالانو ته وويل، چې د چين او امريکا د بهرنيو چارو سیالان به په بالي ټاپو کې سره وويني.

نوموړي وويل، چې د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په ترڅ کې د ځينو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو او د سيمه ييزو سازمانونو له استازو سره دوه اړخيزې ليدنې وکړي.

جاو لي جيان زياته کړه، چې وانګ يي به د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انټوني بلينکن سره هم وګوري او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو او د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه به ورسره بحثونه وکړي.