ازبکستان: ښايي له افغان خاورې ۵ توغندي راویشتل شوي
CMG2022/07/06 14:45:55
شريکول:

 د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۵مه نېټه په يوې اعلاميې کې ویلي، چې د هېواد په جنوبي سرحدي ولسوالۍ کې يې ۵ راکټونه لګيدلي او ښايي دغه راکټونه د افغانستان له خاورې توغول شوي وي.

اعلاميه وايي، چې ۴ راکټونه د همدې ورځې د مازدیګر په ۴ بجو او ۲۰ دقيقو د ترمېز ولسوالۍ پر استوګنيځو سيمو لګيدلي او هممهاله يو بل راکېټ د فوټبال په ډګر کې غورځيدلی دی.

اعلاميه زياتوي، چې يادو راکېټونو چاودنې نه دي کړي او چا ته يې مرګژوبله نه ده اړولې، خو ۴ کورونه يې لږ څه ويجاړ کړي دي.

د ازبکستان اړوندې ادارې اوس له افغانستان سره يو ځای د يادې پېښې په اړه پلټنې کوي. (هیله)