ناټو د فنلنډ او سویډن د غړيتوب رسمي پروتوکول لاسلیک کړ
CMG2022/07/06 11:03:19
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو استازو د جولای په ۵مه نېټه په دغه سازمان کې د فنلنډ او سويډن د غړيتوب پروتوکول لاسلیک کړ. ناټو په يادې کړنې سره د اروپا د شمال پر لوري د خپلې لمنې د پراخېدو هڅې پېل کړي.

د ناټو د غړو هېوادونو استازو په همدې ورځ په بروکسیل کې د ناټو په مقر کې د ياد پروتوکول د لاسلیک مراسم تر سره کړل.

د فنلنډ او سویډن د بهرنیو چارو وزیرانو پيکا خاویستو او ان لیندي هم په یادو مراسمو کې ګډون کړی و او وروسته د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره په یوې خبري ناستې کې راڅرګند شول.

فنلنډ او سویډن پخوا په پوځي اتحاد کې د نه ګډون پالیسۍ درلودلې، خو د سږ کال په مې کې يې ناڅاپي ناټو ته د غړيتوب غوښتنليکونه وړاندې کړل.
  (هیله)