بېجينګ: د چين اصلاحات او ورخلاصون د چين او نړۍ په ګټه دي
CMG2022/07/06 10:19:08
شريکول:

 

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په پنځمه نېټه په يوه عادي خبري غونډه کې وويل، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره د چين او نړۍ په ګټه ده چې نه يوازې د چين اقتصادي پرمختګ ته وده ورکوي، بلکې د نړۍ د اقتصاد په سمسورتيا کې هم مهم رول لوبوي.

د چين د صدراعظم مرستيال ليو هه د همدې ورځې په سهار د امريکا له ماليې وزيرې جانيټ يلن سره ويډيويي خبرې اترې کړې دي.

جاو لي جيان د خبريالانو اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې امريکا په يوې مطبوعاتي اعلاميې کې چين د ((غير بازاري سوداګريز چلند)) په تور تورن کړی او چين د امريکا ياد تور له حقېقته لرې بولي.

نوموړي زياته کړه، چې د تېرو څلويښتو کلونو واقعيتونو دا په ډاګه کړې، چې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې او د بازاري ميکانيزم او حکومتي کړنلارې د يو ځای کېدو پر مټ اقتصادي برياليتوب ترلاسه کړی او دا یې د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره ارزښتناکه تجربه وبلله.

(ژباړه: شکريه)