د الجزاير ملي ټلويزيون د جولای په ۶ مه نېټه خبر ورکړی، چې د فلسطين ولسمشر او د دغه هېواد د فتح يا ملي ابادۍ غوښتونکي غورځنګ سرمنشي محمود عباس د روانې مياشتې په ۵ مه نېټه د الجزاير په پلازمينې الجزيره کې د فلسطين د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د سياسي بېورو له مشر اسمعيل هنيه سره ليدلي دي.
د فتح او حماس مشران د الجزایر د خپلواکۍ د ۶۰ مې کليزې د لمانځنې په مناسبت الجزيرې ته تللي او هلته يې د دغه هېواد د ولسمشر عبدالمجيد تبون په بلنې سره ليدلي دي.
عبدالمجيد تبون د تېر کال په ډسمبر کې ويلي وو، چې الجزاير به د فلسطين له بېلا بېلو خواوو سره تماسونه وساتي او وبه یې هڅوي، چې په الجزاير کې په کېدونکې ټولشموله غونډې کې ګډون وکړي.