د چين او امريکا د بهرنيو چارو وزيران به ژر ليدنه وکړي
CMG2022/07/07 10:00:43
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د شلو هېوادونو ګروپ د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په ترڅ کې‌ له خپل امريکايي سيال انټوني بلينکن سره ليدنه وکړي.

ايا دغه سیالان به په يادې لېدنې کې د تايوان او شينجيانګ په اړه هم بحثونه وکړي؟

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي‌ جيان د جون په ۶مه نېټه د يادې پوښتنې په ځواب کې وویل،‌ چې د تايوان مسئله د چين او امريکا په اړيکو کې تر ټولو مهمه او حساسه مسئله ده. امريکا باید د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ د درېو ګډو اعلاميو له مخې د تايوان له بېلتون غوښتونکو څخه ملاتړ پای ته ورسوي او د دواړو هېوادونو د اړيکو سیاسي‌ بنسټ بايد خوندي وساتي.

جاو لي‌ جیان د شينجيانګ مسئلې په اړه وويل، د امريکې هغه ګنګوسې، چې ګواکې په شينجيانګ کې پر خلکو اجباري کارونه کيږي، بې ځايه او له حقيقته لرې دي.

نوموړي يادې ګنګوسې د امريکې رسنيز پروپاګنډ وبلل او له امريکايي چارواکو يې وغوښتل، چې د اجباري کارونو په اړه له دروغ جوړونې لاس واخلي، د اويغوريانو د اجباري کارونو د مخنيوي قانون تطبيق دې بند کړي، په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د همکاريو لپاره دې ګټور شرايط برابر کړي او نوي‌ خنډونه دې نه جوړوي.