چين د پاکستان د مثبتو هڅو ستاينه کوي
CMG2022/07/07 11:12:10
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۶ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين په کراچۍ کې پر کنفوسيوس پوهنځي د ترهګريز بريد په تړاو د پاکستان څېړنو ته په درنه سترګه ګوري او د دې هېواد د مثبتو هڅو ستاينه کوي.

د پاکستان د سيند ايالتي حکومت او د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې د جولای په ۵مه نېټه په کراچۍ کې يوه مطبوعاتي غونډه ترسره کړې او پکي يې ويلي، چې په کراچۍ کې پر کنفوسيوس پوهنځي د ترهګريز بريد په تړاو يې يو مهم شکمن کس نيولی دی.

دوی ويلي، چې د بلوچستان د آزادۍ غورځنګ په شمول ځينې ترهګرې ډلې يو له بل سره همکارۍ زياتې کړي او د دوی تر شا د بهرنيو ځواکونو لاس دی.

جاو لي جيان هيله وښوده، چې پاکستان به ژر د دې پېښې حقيقت ومومي او د ترهګرۍ پر ضد پياوړي ګامونه پورته کړي. چين به له دې ټينګ ملاتړ وکړي.