عبداللهيان: په مذاکراتو کې يې هيڅ افراطي غوښتنه نه ده کړې
CMG2022/07/07 15:39:08
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د جولای په ۶مه نېټه ويلي، چې د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون په مذاکراتو کې يې افراطي غوښتنې نه دي کړي. 

نوموړي د قطر د لومړي وزير له مرستيال، د بهرنيو چارو وزير محمد سره په يوه ګډه مطبوعاتي‌ غونډه کې ياده خبره کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس د جولای په ۵مه نېټه وويل، چې ايران په دې وروستيو کې څو څو ځله د اټومي مسئلې په اړه اضافي غوښتنې  کړي او په افسوس يې وويل، چې په دوحه کې يې يو ځل بیا زياتې غوښتنې کړې دي.

عبداللهيان ويلي،‌ چې ايران د قطر د پلازمېنې دوحې په مذاکراتو کې د امريکا د تصمين غوښتنه کړې، چې ايران به د اټومي مسئلې د تړون له مخې ټولې اقتصادي‌ ګټې تر لاسه کوي.

نوموړي وويل، چې ایران افراطي غوښتنه نه ده کړې، خو امريکا يې تر اوسه ياده غوښتنه نه ده منلې.