له زلزله ځپلو افغانانو سره د چین مرستې د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو ښکارندويي کوي
CMG2022/07/07 10:55:00
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د جولای په ۶مه نېټه په یوې خبري ناستې کې وویل، چې چین له زلزله ځپلو افغانانو سره پر وخت د بشردوستۍ مرستې کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ یې دوستي ښکاره کړې ده. 

نوموړي وویل، چې د چین حکومت او وګړي د افغانستان د زلزله ځپلو خلکو ستونزې له نږدې څاري او ورته پاملرنه کوي.

 د چین د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان د سرپرست حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په تليفوني خبرو کې صميمي همدردي ښودلې ده.

چین د مرکزي او ځايي حکومتونو، سره صلیب ټولنې او په افغانستان کې د چیني تصدیو او غیرحکومتي سازمانونو له لارې زلزله ځپلو وګړو سره د ۵۴ میلیونو یوانو په ارزښت بشردوستانه مرستې کړې دي.

جاو لي جيان زياته کړه، چې د چین حکومت او وګړي به تر زلزلې وروسته د افغانستان د بیارغونې او له ناورینونو سره د مقابلې په برخه کې د دغه هېواد د توان د لوړتیا لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د افغانستان له ثبات او پرمختګ څخه به ملاتړ وکړي. (هیله)