د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلاميې کې ويلي، چې امریکا پر نورو هېوادونو یواړخیز اقتصادي بندزونه لګوي او د دغه هېواد يادې کړنې يې پر بشري حقونو څرګند تیری بللی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې پر ایران د امریکا سخت بندیزونه او اقتصادي ترهګري د دغه هېواد پر تولید، روزګار او عوايدو ډېره منفي اغېزه کړې، چې له امله يې د خلکو عایدات ټيټ شوي او د ټولنې پرمختګ يې ورو شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر علي بغیري کاني په دې وروستیو کې د امریکا د بشري حقونو اواز د منافقت غږ وباله او و يې ویل، چې امريکا د عراق او افغانستان په شمول د ډېرو هېوادونو وګړي ووژل او پر بشري حقونو يې تيري وکړل، خو خپلې داسې کړنې هم مناسبې او پر ځای بولي او پر نورو هيوادونو بشري ضد بنديزونه لګوي.
(هیله)