په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۴۸۹۹۰۰۹۴ ته رسېدلی
CMG2022/07/07 10:25:44
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړيوال سازمان د جولای په ۶ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۶ مې نېټې د ماسپښين تر ۶ بجو او ۱۹ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۹۲۵۰۹۹ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۴۸۹۹۰۰۹۴ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۱۷۸ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۳۴۱۶۳۷ ته رسېدلی دی.