د نايجريا د زندانونو ادارې د جون په ۶مه نېټه ويلي، چې وسلوالو د جولای د ۵مې نېټې په شپه د پلازمېنې ابوجا په جنوب لوېديځ کې پر يوه زندان برید کړی، چې له امله يې ۵ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
د دغه وسله وال بريد په ترڅ کې څه باندې ۸۰۰ بنديان له زندانه تښتېدلي دي.
د نايجريا د زندانونو اداره وايي، چې پولیسو وسله وال کسان په شا تمبولي او په تښتېدلو بنديانو کې يې ۴۰۰ بيا نيولي دي.
د نايجريا د ملي دفاع وزير بشير ماګاشي رسنيو ته ويلي، چې ياد بريد ښايي د تندلارې بوکو حرام ډلې لخوا ترسره شوی وي.
د نايجريا د پلازمېنې ابوجا په زندان کې د بوکو حرام ۶۴ وسله وال بنديان وو، چې د ياد بريد په ترڅ کې په تېښته بريالي شوي دي.