په چين کې د نوې انرژۍ موټرونو شمېر له لسو ميليونو څخه اوښتی
CMG2022/07/07 10:23:14
شريکول:

د چين د عامه امنيت وزارت ويلي، چې‌ د ۲۰۲۲م کال تر جون پورې، په دغه هېواد کې د موټرونو شمېر ۴۰۶ میليونو ته رسېدلی ، چې پکې د نوې انرژۍ موټرونو شمېر له لسو ميليونو څخه اوښتی دی.

په چين کې د جون تر پايه پورې د نوې انرژۍ موټرونو شمېر ۱۰ ميليونو او ۱۰ زرو ته رسېدلی،‌ چې د ټولو موټرونو ۳.۲۳ سلنه جوړوي او په دې شمېره کې يې د برېښنايي موټرونو شمېر ۸ ميلیونو او ۱۰۴ زرو ته رسېدلی،‌ چې دا د نوې انرژۍ موټرونو ۸۰.۹۳ سلنه نیسي.

په چين کې د روان کال تر لومړنۍ نيمايي پورې د نوې انرژۍ موټرونو شمېر ۲ ميليونو او ۲۰۹ زرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د لومړنۍ نيمايي په پرتله ۱ ميليون او ۱۰۶ زره يا ۱۰۰.۲۶ سلنه زياتوالی ښيي او نوی ريکارډ يې جوړ کړی.