په بېجينګ کې د فکري ارګانونو ۷مه نړيواله سرمشريزه ترسره شوه
CMG2022/07/07 15:37:46
شريکول:

 

د فکري ارګانونو ۷مه نړيواله سرمشريزه غونډه د جولای د ۵مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې پرانېستل شوه او په ۶مې نېټې پای ته ورسېده.

دغه غونډه ((د نړيوالو ننګو پر وړاندې د مبارزې او د نړيوال پرمختګ د پياوړتيا لپاره يو بل ته لاسونه ورکول)) په نوم ترسره شوه، چې کورنيو او بهرنيو کارپوهانو پکې ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو موافقه کړې، چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ د اجنډا د پلي کولو بهير بايد چټک شي او پیاوړي، زرغون او سالم نړیوال پرمختګ ته بايد وده ورکړل شي.

د چين استازي په يادې غونډې کې وويل، چې اوس نړیوال اقتصاد او پرمختګ له سختو ننګونو سره مخامخ دی، اړينه دا ده، چې ګډې نظريې راټولې او د نړیوال پرمختګ عمومي تمایل درک شي، نړیواله سوله او امنيت وساتل شي، د اقتصاد د نړیوال کېدو سالم پرمختګ ته وده او د عمومي اقتصادي پالیسۍ همغږي پیاوړې شي.

 د چين د نړيوالو اقتصادي تبادلو د مرکز اجرايوي مرستيال او د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د اقتصادي کميسيون مرستيال بي جينګ چیوان په يادې سرمشريزې کې وويل، چې بېلا بېلو هېوداونه بايد د نړيوال اقتصاد پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو لپاره زياتې همکارۍ وکړي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره بايد لاعادلانه چاپيريال برابر کړي.

نوموړي وويل، چې چين او امريکا د نړۍ دوه لوی اقتصادونه دي او د دواړو هېوادونو همکارۍ د نړيوالو ستونزو د حل او د نړيوال اقتصاد د ثبات او پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي.

بي جينګ چیوان هيله مندي وښوده، چې چين او امريکا په بېلا بېلو برخو کې تبادلې پياوړې کړي او د نړيوال صنعتي ځنځير او عرضي ځنځير خونديتوب او ثبات وساتي.

 د غونډې بهرني ګډونوال په دې اند وو، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د سخت نړيوال اقتصادي حالت پر وړاندې فعالې همکارۍ وکړي، د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې چارې ګړندۍ او د خواړو د خونديتوب مسئله دې حل کړي او په ګډه دې د نړیوال اقتصاد متوازنې بیارغونې ته وده ورکړي. لوی هېوادونه بايد لا زيات مسؤليتونه پر غاړه واخلي، متقابل تګ راتګ او همکارۍ دې پياوړې او څو اړخیزم ته دې وده ورکړي او عادلانه نړیوال نظام دې رامنځته کړي.

د استراليا پخواني صدراعظم کيون روډ هم په يادې غونډې کې برخه اخېستې وه.

نوموړي وويل، چې د چين او امريکا همکارۍ د نړيوالې ټولنې لپاره ډېرې مهمې دي او ياد دوه هېوادونه بايد د اوسنيو نړيوالو ننګونو پر وړاندې بريالۍ مبارزه وکړي.

کيون روډ هيله وښوده، چې چين او امريکا د ۲۰۲۲م کال په دوهمې نيمايي کې خپلمنځي توپيرونه ليرې او د نړيوال اقتصاد د ثبات لپاره ګډ کار وکړي.

ياده غونډه د چين د نړيوالو اقتصادي تبادلو مرکز له خوا په هرو دوو کالونو کې يو ځل ترسره کيږي. دا يوه څو اړخيزه نړيواله غونډه ده، چې په لومړي ځل ٢٠٠٩م کال کې تر سره شوه او سږنۍ يې شپږمه غونډه وه، چې په بېجينګ کې تر سره شوه.

په دغې غونډې کې د نړيوال اقتصاد، ماليې، پانګونې، سوداګرۍ، دوامدار پرمختګ او امنيت په ګډون د سترو مسئلو په اړه بحثونه کېږي او د بهرنيو تبادلو لپاره يو مهم ډګر ګرځېدلی دی.

د نړۍ شاوخوا ۵۰ پخوانیو سياستوالو، د نړیوالو سازمانونو او د څېړنيزو ارګانونو مشرانو او کارپوهانو په سږنۍ دوه ورځنۍ سرمشریزې کې د نړیوال اقتصاد د متوازن پرمختګ او بیارغونې، د نړیوالې سوداګرۍ د نویو مقرراتو د جوړولو، د ساینس او ټېکنالوژۍ نوښت، نړيوالې همکارۍ او اقلیمي بدلون په اړه بحثونه وکړل.