چین: امریکا په فضا کې وسله والې هڅې کوي
CMG2022/07/08 11:44:22
شريکول:

 د امریکا د فضايي چارو ادارې (NASA) مشر بیل نیلسن د جولای په ۵مه نېټه ویلي، چې د بهرنۍ فضا په اړه د چين پروژې د دغه هېواد د پوځ لخوا ترسره کېږي، خو د دوی اداره بیا په سوله ييزې، پرانیستې او نړیوالې ملکي پروژې بوخته ده. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د جولای په ۷مه نېټه د بیل نیلسن يادې خبرې له حقیقتونو لرې بللي او ويلي يې دي، چې امریکا دې پر چين له تور لګونې لاس واخلي، په بهرنۍ فضا کې دې خپلې منفي کړنې بيا ارزيابي کړي، د لوی هېواد په توګه دې خپلې دندې پر غاړه واخلي او د دواړو هېوادونو د اړوندې همکارۍ په ګټه دې زياتې هڅې وکړي.

جاو لي جیان وويل، چې امريکا له اوږدې مودې راهیسې د بهرنۍ فضا د ستراتيژۍ لارښوونې کوي، د بهرنۍ فضا وسلې يې څېړلي او ځای پر ځای کړي يې دي او حتی فضا کې يې نظامي تمرینونه هم ترسره کړي دي.  

(هیله)