امريکايي سیاستوال رايو ته لومړيتوب ورکوي او د خلکو غوښتنې له پامه غورځوي
CMG2022/07/08 14:39:52
شريکول:

امريکايي رسنيو په وروستيو کې د خپل هېواد د انفلاسيون فشار د کمولو لپاره د چيني توکو پر سر د پخواني حکومت د ځينو لوړو تعرفو د لغوه کولو په اړه بحثونه پيل کړې دي.

د امريکا څو رسنيو د جولای په ۵مه نېټه ويلي، چې د بايډن حکومت ممکن پر چيني وارداتو ډېرې کمې تعرفې لغوه کړي.

امريکا د چين پر ۳۷۰ ميليارډو ډالرو وارداتي توکو اضافي ګمرکي تعرفې لګولي، خو د خبر له مخې د بايډن حکومت ښايي له دې يوازې پر ۱۰ ميليارډو چيني توکو اضافي تعرفې لغوه کړي، چې د ټولو ۲.۷ سلنه نيسي.

امريکايي سیاستوال د خپلو شخصي ګټو په موخه خلکو ته د باران څاڅکي د زورور تندر په څېر ورپېژني، خو خلک يې وروسته په حقیقتونو وپوهيږي او دا ځل يې هم د ورته کېسې تکرار دی.

خلک دوه ټکي له پامه نه غورځوي

۱ـ امريکايي سیاستوال د ملي ګټو او يا هم د امريکايانو لپاره خپلې شخصي سیاسي ګټې نه زيانموي او په پای کې هر څه  "رایو"  پسې وتړي.

۲ـ د امريکا حکومت چې هر څومره پر چيني وارداتو د تعرفو لغوه کول ځنډوي، نو هغومره د امريکې اقتصاد زيان مومي.

د تېرو څلورو کلونو بې شمېره حقايقو او شمېرو ثابته کړې، چې د چين پر وړاندې د امريکې پيل شوې سوداګريزه جګړه ناکامه ده او د برياليتوب څرک يې هيڅ نه لګيږي.

 د " امریکایانو د ازادې سوداګرۍ د ملاتړ سازمان" شمېرې ښيي، چې د ۲۰۱۸م کال له نیمایي څخه د روان کال تر اپریل پورې، د چین پر وړاندې د امریکا د پیل شوې سوداګریزې جګړې له امله، امریکایانو د ۱۲۹ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت اضافي لګښتونه پرې کړي دي.

 د امريکا د تعرفې پاليسۍ د څېړنيز فکري مرکز اقتصاد پوه الکس ډيورانټ په يوې مقالې کې ويلي، چې پر چينايي توکو د تعرفو زياتوالي د امريکا اقتصاد ته کومه د پام وړ ګټه نه ده رسولې.

نوموړي په دې مقالې کې د ډېرو اقتصاد پوهانو حوالې ورکړي او ويلي يې دي، چې "د امريکا حکومت پر چينايي تصديو اضافي تعرفې لګولي، خو بيې يې چيني شرکتونه نه، بلکې امريکايي شرکتونه او خلک پرې کوي او په امريکې کې د توکو د بيو لوړوالی یې هم پر همدغو تعرفو پسې تړلی بللی دی.

پیټرسن انسټیټیوټ د نړیوال اقتصاد په اړه په خپل وروستي راپور کې وړاندوینه کړې، چې پر چیني توکو د اضافي تعرفو لغوه کول به د امريکا د مصرفي بيو شاخص ۰.۲۶ سلنه راټیټ کړي.

 واشنګټن ولې زړه نازړه دی او پرېکنده ګام نه پورته کوي؟ 

د واشنګټن د ګام  نه پورته کولو لوی عامل"رایه" ده. سیاستوال د امريکې په سیاسي سیسټم کې د"انتخابي غلامانو" حیثیت لري.

امريکايي سیاستوال، چې منځمهاله يا پارلماني ټاکنو ته نږدې کيږي، نو پالیسۍ جوړونکي يې پر دې غور کوي، چې څنګه زیاتې رایې ترلاسه کړي.

د امريکا بېلا بېلې ډلې په اوسني وخت کې پر چين د اضافي تعرفو د لغوه کولو په اړه بېلابېلې غوښتنې لري او سپينه ماڼۍ مخ او شا ته ګوري او د دوی پرېکړې په نظر کې نيسي، خو د خپل اختيار په اړه هم اندېښنه لري.    

د واشنګټن سياستوال په ټاکنو کې د برياليتوب لپاره ملکي وګړي قرباني کوي او عام خلک يې د تیلو لوړ نرخونه، د کورونو لوړ قیمتونه او د خوراکي توکو لوړې بيې پرې کوي.

امريکايي سیاستوال دا هڅې هم کوي، چې خپلو خلکو ته قناعت ورکړي، چې د چين پر وړاندې يې تګلاره د هېواد په ګټه ده، نو ځکه هر وخت تش په نوم دا شعار" لومړی امريکا "  ورکوي، خو په حقیقت دوی ته " لومړی امريکا " نه بلکې (رايې لومړۍ) دي.

چين د اضافي تعرفو په شمول ټولو مسئلو کې يوازې د امريکې خبرې نه اوري، بلکې کړنې يې هم څاري.

مهمه نه ده، چې امريکا څه کوي، خو چين به په ثابت سرعت پرمختګ کوي او خپلو چارو ته به دوام ورکوي او هيڅوک يې د پرمختګ مخه نشي نيولی.

 (ژباړه: شکريه)