وانګ يي د اوکراين مسئلې په اړه د چين دريځ بيان کړ
CMG2022/07/08 10:45:38
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۷مه نېټه په بالي ټاپو کې د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډې کې د هند د بهرنيو چارو له وزير سوبر امانيام جايشانکار سره د اوکراين مسئلې په اړه غږیدلی دی.

نوموړي د اوکراين مسئلې په اړه د چين دريځ څرګند کړ.

۱، چين د سړې جګړې د نظرونو راپورته کولو او هڅولو، ډله ييزې مقابلې او له نوې سړې جګړې سره ټينګ مخالفت کوي. 

۲، چين له دوو ګونو معيارونو او له هغو کړنو سره چې حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته يې زيان رسوي، کلک مخالفت کوي.

۳، چين د نورو هېوادونو د پرمختګ د مخنيوي له کړنو سره ټينګ مخالفت کوي.