بوریس جانسن له صدراعظمۍ او د محافظه کاره ګوند له مشرۍ استعفا وکړه
CMG2022/07/08 11:46:25
شريکول:

  د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د جولای په ۷مه نېټه وویل، چې د هېواد له صدراعظمۍ او د واکمن محافظه کاره ګوند له مشرۍ يې استعفا ورکړې او د ماموریت اوسنۍ موده به يې د نوي لومړي وزیر تر ټاکل کېدو پورې دوام ولري.

د مالوماتو له مخې، د محافظه کاره ګوند غړي به راتلونکې اوونۍ د ګوند نوی مشر وټاکي.
د بريتانيا سیاسي مخالفو ګوندونو پر بوریس جانسن تور لګولی و، چې د کرونا وبا ضد د مبارزې په درشل کې يې له مقرراتو څخه سرغړونې کړي او په ترڅ کې يې ميلې ترسره کړې دي.

بوریس جانسن د مخالفو سیاسي ګوندونو له سخت مخالفت او د محافظه کاره ګوند دننه له خپلې دندې څخه د استعفا له فشارونو سره مخ و.

بوریس جانسن د تېر جون په پېل کې د بریتانیا په پارلمان کې د محافظه کار ګوند د نه باور په رایګیرۍ کې بریالی شو او د ګوند مشرۍ او خپلې دندې ته يې دوام ورکړ، خو همغه مهال د ګوند له ۴۰ سلنې زیاتو غړو نوموړي ته د بې باورۍ رايې ورکړې وې.

 (هیله)