د افغانستان امنیتي ځواکونو په کابل کې د داعش دوه وسلوال وژلي
CMG2022/07/08 10:34:43
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد د جولای په ۷مه نېټه پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي، چې امنيتي ځواکونو د ۶مې نېټې په شپه په کابل کې د داعش ۲ وسلوال وژلي دي. 

مجاهد ویلي، چې امنیتي ځواکونو د جولای د ۶مې نېټې په شپه د کابل په شمال کې د داعش وسلوالو پر یوه مرکز برید کړی، ۲ تنه يې وژلي او ۴ نور یې ژوندي نيولي دي.

په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان له ځينو سيمو د بريدونو راپورونه ورکول کيږي او خلکو ته پکې د مرګژوبلې ادعاوې هم کيږي.

داعش وسله والې ډلې د افغانستان پر ځينو ښوونيزو مرکزونو، جوماتونو او موټرونو د بريدونو پړه پرغاړه اخېستې ده.

 (هیله)