پوتين: روسيه سوله ييز مذاکرات نه ردوي
CMG2022/07/08 10:12:55
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جولای په ۷مه نېټه ويلي، چې روسيه سوله ييز مذاکرات نه ردوي، خو د خبرو اترو ځنډول به حالات نور هم پيچلي او سخت کړي.

پوتين په همدې ورځ د روسيې د دوما يا د استازيو جرګې له مشر او د بېلابېلو ګوندونو له مسئولينو سره په ليدنې کې ويلي، چې د امريکا په شمول لوېديځو هېوادونو له تېرو لسګونو کلونو راهيسې تل پر روسيې د تېري ګواښ کړی دی. دوی د روسيې هغه وړانديز،‌ چې په اروپا کې دې مساوي او امنيتي سيستم جوړ شي او د توغنديو ضد په دفاعي چارو کې دې همکارۍ وکړي، بابيزه او رد کړی او له اخطارونو سره سره يې ناټو پراخه کړې ده.

پوتین ويلي، چې لوېديځه نړۍ غواړي، په جنګ کې روسيې ته ماتې ورکړي او ويلي يې دي، چې په اوکراين کې یو وګړی هم ژوندی وي، نو د روسیې پر وړاندې به جنګيږي او دوی به يې ملاتړ کوي.

نوموړي دغه خبره د اوکراين لپاره تراژيدي بللې ده.