په چین کې د سږ کال په جون مياشتې کې ښايي ۲ میلیونه او ۴۴۷ زره موټرونه پلورل شوي وي
CMG2022/07/08 10:36:32
شريکول:

د چین د موټرو صنعتي ټولنې تازه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې په چین کې تېرې جون مياشتې کې ښايي۲ میلیونه او ۴۴۷ زره موټرونه پلورل شوي وي او دغه شمېر د تېرې مې په نسبت ۳۴.۴ سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰.۹ فیصده زیاتوالی ښيي. 

د چین د سوداګرۍ وزیر شنګ چیو پينګ د جولای په ۷مه نېټه ویلي، چې د حکومت د اغېزمنو تګلارو په مټ به د سږ کال په دوهمې نیمايي کې د موټرو د پېر او پلور په برخه کې د خلکو لګښت ممکن نور هم ګړندی زیاتوالی ومومي.

 (هیله)