روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۷مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۷مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۳ دقيقو پورې په ټولې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۱۰۱۹۱۴۷ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۵۰۲۱۸۹۹۲ ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۵۱۹ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۳۴۳۷۸۳ ته رسېدلی دی.