چين: د امريکا ناوړو کړنو د لمريزې برېښنا نړيوال صنعتي او عرضې ځنځير ته سخت زيانونه رسولي
CMG2022/07/09 13:09:40
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۸مه نېټه وويل، چې امريکا په شينجيانګ کې د تش په نوم جبري کارونو د شته والي په پلمه د شينجيانګ پر ضد د قانون لايحه تطبيق کړې او د چين د لمريزې برېښنا پر صنعت یې يو اړخيز بنديزونه لګولي، چې د امريکا دغه ناوړه کړنه د لمريزې برېښنا د صنعت او عرضې د نړيوالو ځنځيرونو د کمزورۍ سبب ګرځيدلې  ده.

جاو لي جيان په همدې ورځ د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې د یوه خبريال اړوندې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې شينجيانګ په نړۍ کې د لمريزې برېښنا صنعت د اصلي موادو پوليکريسټلين سيليکن (polycrystalline silicon) ډېر مهم توليدوونکی مرکز دی او د نړۍ د بيا کارېدونکو انرژیو د پرمختګ لپاره يې لوی خدمتونه کړي دي. د امريکا ناوړه کړنه د بازار له اصولو او مقرراتو څخه سخته سرغړونه ده او نړيوال سوداګريز نظام او د لمريزې برېښنا د نړيوال صنعت او عرضې ثبات ته يې سخت زيانونه اړولي دي. نوموړي له امريکا څخه وغوښتل، چې د درواغو له خپرولو او د غیر مناسب قانون له تطبيق څخه دې لاس واخلي.