د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۸مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې له امريکا څخه هيله ښولې، چې عيني او عقلي غږ واوري، د چين په وړاندې ستراتيژي او پېژندنه سمه کړي او سم انتخاب وکړي.
د امريکا د ستار کمپنيو لومړی اجرائيه رئيس، د امريکا او چين د اړيکو د ملي کميټې اجرائيه رئيس مرستيال ماوريس ګرينبرګ څو ورځې مخکې د وال سټريټ ژورنال په ورځپاڼه کې د يوې ليکنې په خپرولو سره ويلي، چې د امريکا او چين ترمنځ اړيکې په نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخيزې اړيکې دي. په اوسمهال کې د امریکا او چين ترمنځ د اړيکو ښه والی او پياوړتيا د امريکا لپاره تر پخوا نوره هم ګټوره دی.
جاو لي جيان د ګرينبرګ د یادې خبرې ستاينه او زياته يې کړه، چې د اقتصاد او تجارت په برخه کې ګډې ګټې يوازې د دواړو هېوادونو د ډېرو ګډو ګټو يوه برخه ده. له تېرو لسګونو کلونو راهيسې د امريکا او چين ترمنځ د اړیکو له پرمختګ څخه دا څرګندیږي، چې همکاري د چين او امریکا ترمنځ د اړیکو د پرمختګ لپاره يوازينی درست انتخاب دی، کوم چې د دواړو هېوادونو حتی د نړۍ خلکو ته به ګټې ورسوي.