د روان کال په جون میاشت کې د چین په شانګهای ښار کې د نويو جوړو شويو تصديو شمېر ۲۶ زرو او ۳۷۹ ته رسېدلی، چې د مۍ په پرتله دوه اعشاریه پنځه چنده زياتوالی ښيي. د شانګهای د اقتصاد محرکه قوه په چټکه توګه عادي حالت ته بېرته روانه ده.
په يادو نويو تصديو کې د پولي خدمت د تصديو شمېر د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۱۸۹ سلنه زياتوالی ښيي.
په يادو نويو تصديو کې لومړنۍ لس لويې پانګه لرونکې تصدۍ د اطلاعاتو انتقال، د سوفټ وېر او د اطلاعاتو تخنيک خدماتو، توليدي صنعت او پولي خدماتو په اړه دي.