په اسیا او ارام سمندري سیمه کې د ناټو د کړنو په اړه محتاط اوسئ
CMG2022/07/09 15:32:05
شريکول:

په اروپا کې د ناټو پرله پسې پراختيا د اوکراین بحران رامنځته کړی. اوس دغه پوځي سازمان هڅه کوي، چې په اسیا او ارام سمندري سیمه کې ډله ييزې مقابلې ته لمن ووهي،  چې دا کار به سیمه ييز او نړيوال امنیت ته ستر خطرونه  متوجه کړي.

په دې وروستیو کې په مادرید کې د ناټو سرمشریزې د "ستراتیژیک مفهوم" په نوم یو نوی سند خپور کړ، چې د چین کورنۍ او بهرني تګلارې یې په جدي توګه تحریف  کړې. د ناټو په ياده سرمشريزه کې د لومړي ځل لپاره د اسيا او ارام سمندري سيمې د ځينو هېوادونو مشران هم رابلل شوي وو، چې د اسيا او ارام سمندري سيمې ته د ناټو د پراختيا اراده ښيي.

ناټو د سړې جګړې یو محصول دی. د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، ناټو باید د تاریخ له صحنې څخه وتلې وای، خو په زیاتیدونکي ډول د امریکا د نړیوالې ستراتیژۍ او تسلط د تعقیبولو لپاره یوه وسیله ګرځیدلې ده. ناټو  ځان د یوه دفاعي سازمان په توګه  معرفي کوي، خو څو ځلې یې له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې او د خپلواکو هېوادونو پر ضد یې جنګونه پیل کړي دي. د ۱۹۹۹م کال د مارچ له ۲۴مې نېټې څخه د امریکا په مشرۍ ناټو په بې رحمۍ سره پر يوګوسلاويا جمهوريت ۷۸ ورځې پرله پسې ۱۲۰۰۰ ځلې بمبارۍ وکړې. په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا په مشرۍ ناټو د «ترهګرۍ ضد» تر شعار لاندې په افغانستان کې شل کلنه جګړه وکړه، چې نه یوازې د ترهګرۍ ګواښ یې له منځه نه دی وړی، بلکې په افغانستان کې د ترهګریزو سازمانونو او بهرنیو ترهګرو شمېر هم زیات شوی دی. په ۲۰۱۱م کال کې د امریکا، بریتانیا او فرانسې په ګډون د ناټو غړو هېوادونو د «عامو وګړو د ساتنې» په نوم پر لیبیا هوايي بریدونه پیل کړل. کله چې د امريکا په مشرۍ ناټو په بهر کې جنګونه پیل کړل، ډېری وختونه یې د "بشر دوستۍ" بیرغ کارولی و، خو د جګړو کړنې یې نورو هېوادونو ته د سختو بشري ناورینونو سبب   شوې.

امریکا په دې وروستیو کلونو کې چین د یو ستراتیژیک سیال په توګه یاد کړی دی. د امريکا د تېر حکومت په پرتله، د دغه هېواد اوسنی حکومت د چین د مخنيوي او ځپلو  لپاره خپل ځان ته د ملګرو هېوادونو رااړولو  او د ناټو رول ته ډېره پاملرنه کوي. له تېر کال راهیسې، ناټو "د چین د ننګونې" مفهوم د تبليغاتو او له ملګرو هېوادونو سره په چین باندې د فشار راوستلو لپاره هڅې کړي، چې دغه کړنې د امريکا ستراتیژیک نیت منعکس کوي. په مادرید کې د ناټو د سرمشریزې په وخت کې، امريکا هم هڅه وکړه، چې د اسیا او ارام سمندري سیمه کې د ناټو او امريکا په مشرۍ د اتحاد میکانیزم جوړ کړي ورکړي او د اسیا او ارام سمندري سیمه کې ډله ييزه مقابله وپاروي. د امريکا دغو کړنو د چین ضد ستراتیژیک پلان په ډاګه کړی.

ناټو د سړې جګړې ذهنیت لري او له اوږدې مودې راهیسې په اروپا کې په پراخېدو او ټکر بوخته ده،  چې د اروپا د اوسني امنیتي کړکېچ اصلي لامل  ده. د اوکراین بحران او  پر روسیې د اروپا او امریکا بندیزونو د اروپایي هېوادونو پر اقتصادي او ټولنیز پرمختګ باندې ډېرې منفي اغېزې کړي او د اروپایي هېوادونو خلکو ته يې ډېر زیانونه اوښتي  دي. 

سوله، پرمختګ او همکاري د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تر ټولو لویه هیله ده. امریکا د سړې جګړې د مقابلې پر مفهوم ټينګار کوي او د خپل تسلط د ساتلو لپاره په اسیا او ارام سمندري سيمه کې د ناټو پراختیا ته وده ورکوي. دا په بشپړه توګه د تاریخي پرمختګ له لوري څخه اختلاف دی او د سیمې د ټولو هېوادونو د خلکو له اصلي ګټو سره سمون نه خوري، البته د سوله خوښوونکو خلکو له خوا به یې مخالفت وشي.