وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره وکتل
CMG2022/07/09 21:22:13
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په نهمه نېټه د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې له پای ته رسېدو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره کتل.

دواړو خواوو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه هراړخيزې، ژورې، صميمي او اوږدې خبرې وکړې.

د دواړو خواوو په اند دغه خبرې رغنده ارزښت لري او د خپلمنځي تفاهم د پياوړتيا او د سوء تفاهم د کموالي لپاره ګټورې دي او د دواړو هېوادونو د راتلونکي لوړ پوړي تګ راتګ لپاره يې زمينه برابره کړې ده.

دواړه خواوې د ګډو ګټو پر بنسټ د چين او امريکا د ګډې کاري ډلې د سلامشورو د پياوړتيا په اړه د نظريو يووالي ته رسېدلي او موافقه یې کړې، چې د دواړو خواوو د ډيپلوماتانو د دندو د پلي کېدو لپاره به ښه زمينه برابره کړي، د کلتور په برخه کې به خپلمنځي تګ راتګ  عادي کړي او د اقليمي بدلون ضد مبارزې او روغتيا په برخو کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.