د چين د بهرنيو چارو وزارت د ختيځ پر لور د ناټو د غځېدو په اړه خپل دريځ څرګند کړ
CMG2022/07/09 13:06:02
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۸مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې يو ځل بيا د ختيځ پر لور د ناټو د غځېدو په اړه خپل دريځ بيان کړ او له ناټو څخه يې وغوښتل، چې پخپل سر د جنګونو د پيلولو سلوک دې بند کړي او په اروپا کې دې د ګډوډۍ له جوړولو څخه لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو پخواني چارواکي په دې وروستيو کې ويلي، چې د ختيځ پر لور د ناټو پراختيا او په ناټو کې د اوکراين د شاملولو نيت د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې لامل دی او د ناټو دغه کړنه د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو په اړه د ملګرو ملتونو  میکانیزم ته سخت زیانونه اړولي دي.

جاو لي جيان د ياد خبر په مناسبت د یوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې ټولو ته معلومه ده، چې ناټو جنګ جوړوونکی ماشين دی او د ناټو تاريخ د شخړو د جوړولو او د جنګونو د پيلولو تاريخ بلل کيږي.

ده زیاته کړه، چې ناټو د بشر دوستۍ په پلمه په نورو هېوادونو کې جنګونه پيل کړي او دغو ځپلو هېوادونو ته يې د بشر دوستۍ سخت ناورينونه رسولي دي. د غير بشپړې شمېرنې له مخې، ناټو له ۲۰۰۱م کال وروسته د افغانستان، عراق او ليبيا په شمول زياتو هېوادونو کې جنګونه پيل کړي او يا پکې يې برخه درلودلې، چې د دغو جنګونو له امله د ۴ لکو عامو خلکو په شمول ۹ لکه وګړي وژل شوي او لسګونه ميليونه وګړي بې کوره شوي دي.