وانګ يي د غلو دانو د خونديتوب لپاره د نړيوالو همکاريو وړاندیز وکړ
CMG2022/07/09 13:15:01
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۸مه نېټه د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د غلو دانو او انرژۍ د خونديتوب په اړه د چين دريځ بيان کړ او د دغه هېواد په استازيتوب يې د غلو دانو د خونديتوب لپاره د نړيوالو همکاريو پېشنهاد وړاندې کړ.

وانګ يي وويل، چې د شلو هېوادونو ډله بايد د اوسني وضعيت پر وړاندې خپل مسئوليت  اداء کړي او د لويو توليداتو همکاريزې اړيکې دې ټينګې کړي.

نوموړي په دې اړه د چين وړانديزونه بيان کړل، چې لومړی، بېلا بېل هېوادونه بايد د غلو دانو د خوندیتوب په ساتلو کې د ملګرو ملتونو له مرکزي او همغږي کوونکي رول څخه ملاتړ وکړي. دوهم، بېلا بېل هېوادونه بايد پر نړيوال خوراکي پروګرام د غلو دانو صادراتي بنديزونه ونه لګوي. درېيم، نړيوالو بازارونو ته د روسيې، اوکراين او بلاروس د کرنيزو محصولاتو د داخلېدو لپاره دې زمينه برابره شي. څلورم، د غلودانو عمده توليدوونکي او صادروونکي هېوادونه بايد د سوداګرۍ او ټېکنالوژۍ خنډونه کم کړي او په نړيوالو بازارونو کې دې د عرضې د کمبود د سپکولو لپاره خدمتونه وکړي. پنځم، بېلا بېل هېوادونه بايد د بېړني وضعيت ضد لنډمهالي، راڼه او مناسب تدبيرونه غوره کړي او دغه تدبيرونه بايد د سوداګرۍ نړيوال سازمان له مقرراتو سره سمون ولري. شپږم، بېلا بېل هېوادونه بايد د کرهنيزو ټېکنالوژیو له نړيوالو همکاريو څخه ملاتړ وکړي او د ساينس او ټېکنالوژۍ پر تبادلو دې خنډونه لېرې کړي. اووم، بېلا بېل هېوادونه بايد د غلودانو ضايعې کمې کړي. اتم، د غلو دانو د توليد، زېرمو او د ضايعاتو د کموالي په برخو کې بايد د پرمختيايي هېوادونو لپاره د پانګې، ټېکنالوژۍ او بازار مرستې برابرې شي.