شي جين پينګ د شينزو ابي د مړينې په مناسبت د جاپان لومړي وزير فوميو کيشيدا ته د تسليت پیغام واستاوه
CMG2022/07/09 13:18:59
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۹مه نېټه د جاپان د پخواني لومړي وزير شينزو ابي د مړينې په مناسبت د دغه هېواد لومړي وزير فوميو کیشيدا ته د تسليت پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب او هم په خپل نوم د شينزو ابي د  بدمرغې مړینې په مناسبت خواشيني او د شينزو ابي خپلوانو ته خواخوږي او همدردي څرګنده کړه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې وويل، چې شينزو ابي د جاپان د لومړي وزير په توګه د ماموريت په موده کې د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره هڅې او ګټور خدمتونه کړي وو. شي جين پينګ هيله وښودله، چې له لومړي وزير فوميو کيشيدا سره د چين او جاپان د څلورو سياسي اسنادو د اصولو له مخې د دواړو هېوادونو د ښه ګاونډيتوب او همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

دغه راز شي جين پينګ او د ده مېرمنې پنګ لي يوان په همدې ورځ د شينزو ابي د وفات په مناسبت د نوموړي مېرمنې اکي ابي ته هم د خواخوږۍ پيغام  ولېږه.