د چين د ډيجټالی اقتصاد د پرمختګ سپين کتاب (۲۰۲۲م کال) خپور شو
CMG2022/07/09 13:23:00
شريکول:

د چين د اطلاعاتو او مخابراتو څېړنيز انسټيټيوټ د جولای په ۸مه نېټه د چين د ډيجټالي اقتصاد د پرمختګ سپين کتاب (۲۰۲۲م کال) خپور کړ. په دې کتاب کې راغلي، چې د چين ډيجټالي شوي صنايع د ډيجټالي‌ اقتصاد څه باندې ۸۰ سلنه نيسي او ښیي، چې د ډيجټالي‌ اقتصاد ترکيب  لا پياوړی شوی دی.

په ياد سپين کتاب کې دا ښودل شوي، چې له ۲۰۱۲م کال راهيسې هر کال د چین د ډيجټالي اقتصاد منځنی زياتوالی ۱۵.۹ سلنې ته رسېدلی، چې د همدې مودې د جي ډي پي د منځني زياتوالي په پرتله ډېر لوړ دی. په ۲۰۲۱م کال د چين د ډيجټالي اقتصاد اندازه ۴۵۵۰۰ ميليارډو يوانو ته  رسېدلې، چې د دغه هېواد د همدې کال د جي ډي پي له ۳۹.۸ سلنې سره برابره ده.