د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۸مه نېټه د دغه هېواد د ملي موزيم تقاعد شويو کارپوهانو ته د هغوی د ليکړځواب واستاوه. هغه د ملي موزيم د جوړېدو د ۱۱۰مې کليزې په مناسبت د دې موزيم ټولو کارکوونکو ته مبارکي وويله.
نوموړي په ياد ليک کې ويلي، چې موزيمونه د انسانانو د تمدون د خونديتوب او ساتنې لپاره ډېر مهم دي. د موزيمونو کارکوونکي لوی او دروند مسووليت لري.
په دې وروستيو کې د ملي موزيم لسو متقاعدو کارپوهانو شي جين پينګ ته ليک استولی و او په تېرو ۱۱۰ کالو کې يې د دې ملي موزيم پرمختګونه بيان کړي وو او د اثارو د راټولولو، خوندي کولو او نندارې ته وړاندې کولو په اړه يې معلومات شريک کړي دي.