د فلسطين ولسمشر محمود عباس د جولای په اتمه نېټه د اسرائيلو له صدراعظم یایر لاپيد سره ټلیفوني خبرې وکړې. دا په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل دی چې عباس د اسرائیلو له صدراعظم سره ټیلیفوني خبرې کوي.
عباس لاپید ته د اسرائیلو د صدراعظم په توګه د ده د ټاکل کېدو مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې ژر تر ژره به په سيمه کې سوله او ثبات رامنځته شي. اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې لاپید او عباس د دواړو هېوادونو د پر له پسې همکارۍ او د دواړو خواوو د ارامتیا او زغم پر اړتیا خبرې وکړې.
عباس وروستی ځل د ۲۰۱۷م کال د جولای په میاشت کې د اسرائیلو له صدراعظم سره په ټیلیفون خبرې کړې وې.