جرمني: ښايي د انرژۍ د بحران اغېزې د څو راتلونکو کالو لپاره دوام ولري
CMG2022/07/10 12:48:49
شريکول:

د جرمنۍ صدراعظم اولاف شولز يو ځل بيا د انرژۍ بحران په اړه خبرداری ورکړی، چې د انرژۍ د کمښت مسئلې ښايي د څو کلونو لپاره پر جرمنۍ اغېزې ولري. هغه زياته کړې،‌ چې د ژمي له تېرېدو وروسته هم بايد د انرژۍ د کمښت د حل لپاره تدبيرونه دوام ولري.

له دې مخکې شولز عامو خلکو ته خبرداری ورکړی و،‌ چې په راتلونکي اوږمهال کې به د انرژۍ بيه ډېره لوړه وي او خلک بايد چمتوالی ولري. هغه زياته کړې، چې د جرمنۍ حکومت د لنډمهال لپاره ډېر زيات تدبيرونه نيولي دي او غواړي په اوږدمهال کې د نفتو، سکرو او طبيعي ګازو د وارداتو په برخو کې خپلواکي‌ تر لاسه کړي او د نوې انرژۍ اندازه لويه کړي.