د امريکا او بريتانيا استخباراتي ادارو ناکام چلونه
CMG2022/07/10 12:58:08
شريکول:

د امريکا د فيډرالي تحقيق بيرو ( اېف بي ار) مشر کريستوفير رې او د بريتانيا د نظامي استخباراتو پنځمې ادارې (اېم ای ۵) مشر مککلوم د جولای په شپږمه نېټه په ګډه په لنډن کې په يوه خبري ناسته کې خبرداری ورکړی، او ادعا يې کړې، (( چين د مهمو او صلي صنعتونو د لارښوونې لپاره د اقتصادي جاسوسۍ او د هکرانو د کړنو له لارې د لويديځو د پوهنې ملکيت د غلا کولو په هڅه کې دی او دغه هېواد تر ټولو لوی اوږدمهال خطر بلل کيږي.))  د امريکا استخباراتي ارګان په همدې ورځ د دغه هېواد د بېلا بېلو ايالتونو او سيمو چارواکو او سوداګريزو مشرانو ته د تش په نوم ((د چين د جاسوسۍ)) پر ضد يوه اعلاميه خپره کړه.

ايا د امريکا او بريتانيا د استخباراتي ادارو دا چلونې د لويديځو تصديو پر پريکړو اغېزې کړي ؟ جرمني د جولای په اوومه نېټه له چين سره د نژدې ۲۰۰ ميليونو يورو په ارزښت د ۱۰ سوداګريزو پروژو همکاريز تړون لاسليک کړی. له دغه تړون څخه ښکاري، چې لويديځې تصدۍ د چين د بازارونو په اړه خوشبينې دي او له چين سره د همکاريو په اړه پوره باور لري.

د امريکا استخابراتي ادارې غواړي د چين پر ضد منفي احساسات راپاروي او د چين او نورو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ زيانمنې کړي، خو د دغه دسيسه يې يو ځل بيا شنډه شوې ده.

په ۲۰۱۸م کال کې د ټرمپ حکومت له چين سره سوداګريز جنګ پيل وکړ او په هغه وخت کې يې پر چين د لويديځو ټېکنالوژيو د تش په نوم غلا کولو بې بنسټه تورونه ولګول. د ټرمپ حکومت د همدې کال په نومبر کې د چين ضد يو پلان جوړ کړ، چې له مخې يې، د دغه هېواد د ۹۴ سيمو عدلي څانګې دې هر کال لږ تر لږه يو يا دوه ځله د چين ضد دعوا وړاندې کړي، څو چين دې د اقتصادي جاسوسۍ او د علمي او ټېکنالوژيکو څېړنو د نتيجو د غلا کولو په تور بدنام کړي. د دغه پلان تطبيق تر درېيو کلونو پورې دوام وکړ، خو په امريکا کې هيڅ چيني جاسوس پيدا نشو. د امريکا د بېلا بېلو پوهنتونو نږدې ۲ زرو کارپوهانو د دغه هېواد د عدليې وزير ته د ګډ پيغام  په استولو سره د دغه پلان په اړه شک وړاندې کړی. دغه راز د امريکا عدليې وزارت د روان کال په فبرورۍ کې له مجبورۍ څخه د دغه پلان ختم اعلان کړی او دا يې منلې، چې دغه پلان ناسم دی.

کله چې د پرزم ګيټ پېښه رسنيو ته په ډاګه شوه، ايدوارد سنوډن په دې اړه شواهد وړاندې کړي، چې امريکا له اوږدې مودې راهيسې د معلوماتو د غلا لپاره د چين د هواوې تصدۍ پر مرکزي کمپيوټرونو انټرنيټي بريدونه کړي او د دغې تصدۍ د لوړ پوړو اداره کوونکو د مخابراتو څارنې کړې. د سږ کال له پيل راهيسې د چين په شمول د نړۍ د زياتو هېوادونو پر مهمو هدفونو د امريکا د استخباراتي ارګانونو انټرنيټي بريدونه رسنيو ته په ډاګه شوي دي.

له يوې خوا، د امريکا استخباراتي ارګانونه وايي چې چين د لويديځو ټېکنالوژۍ غلا کړې، خو هيڅ شواهد يې نه دي وړاندې کړي. له بلې خوا، په چين او نورو زياتو هېوادونو کې د امريکا د اقتصادي جاسوسۍ او هکرانو د کړنو ګڼ شمېر شواهد يو پر بل پسې په ډاګه شوي. کوم هېواد (( تر ټولو لوی اوږدمهالی خطر)) دی؟

د نړۍ د پوهنې مليک سازمان له خوا خپره شوې درجه بندي دا ښيي، چې چين د ۲۰۱۲م کال له ۳۴م مقام څخه په ۲۰۲۱م کال کې ۱۲م مقام ته لوړ شوی. چين له تېرو لسو کلونو راهيسې د خپلو کوښښونو او توان په اتکا د نوښت او عالي ټېکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د امريکا د استخباراتي ادارو تش په نوم خبرداري د باور وړ نه دي او هېچا ته د منلو نه دي.