د چين او ايټاليا مشرانو د لرغوني روم د تمدن نندارتون د پرانيستې مراسمو په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه واستول
CMG2022/07/10 14:27:38
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ايټاليا ولسمشر سيرګيو ماټاريلا په جلا جلا توګه د ايټاليا سرچينه - د لرغوني روم تمدن په نوم د کلتوري نندارتون د پرانيستې مراسمو په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه واستول.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې وويل، چې چين او ايټاليا د ختيځو او لويديځو تمدنونو مهم استازي بلل کيږي. د دغه نندارتون تاريخي اثار به د ايټاليا تاريخي او ځلانده کلتور وښيي. نوموړي هيله وښودله، چې د چين او ايټاليا د کلتوري او سيلانيز کال په نوم فعاليتونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تګ راتګ د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو د خلکو د دوستۍ د لا ټينګښت لپاره ګټور رول ولوبوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره به نوی ځواک برابر کړي.

سيرګيو ماټاريلا په خپل پيغام کې وويل، چې ايټاليا د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې په چين کې دغه نندارتون جوړ کړی او د ايټاليا او چين د کلتوري او سيلانيز کال فعاليتونه به تر سره کړي، له دې څخه ښکاري چې د دواو هېوادونو ترمنځ د اړيکې بنسټ کلک او ټينګ دی. اوسمهال نړيواله ټولنه له زياتو ننکونو سره مخ ده، يوازې د يووالي او همکاريو له لارې به د مسايلو د حل لپاره عادلانه او دايمي پلان تر لاسه شي. نوموړي باور څرګند کړ، چې ايتاليا او چين به خپلمنځي اړيکې لا ټينګې کړي او د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.