ملګري ملتونه: بېلابېل هېوادونه بايد د اقليمي بحران د حل لپاره څواړخيز بيړني تدبيرونه ونيسي
CMG2022/07/10 12:49:26
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوټريش د جولای په ۸مه نېټه د اندونيزيا په بالي‌ ټاپو کې د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو غوندې ته انلاين وينا کې ويلي،‌ چې نړيواله ټولنه بايد د اقليمي بحران د حل په شمول په بېلابېلو برخو کې څواړخيز بيړني تدبيرونه ونيسي. هغه زياته کړې، چې څواړخيزتوب سوله ييزې نړۍ ته يوازينۍ لار ده.

نوموړي په خپله وينا کې ويلي، چې اقليمي بحران تر ټولو بيړنۍ مسئله ده. بېلابېل هېوادونه بايد د نوې انرژۍ په اړه انقلاب رامنځته کړي. اوسمهال لومړيتوب دا دی،‌ چې په نړۍ کې د سکرو په ګډون د سونګ پر موادو اتکا پای ته ورسوي. نو له سږ کال څخه شتمن هېوادونه بايد هغه ژمنه پوره کړي، چې د اقليمي بحران د حل لپاره پرمختيايي هېوادونو ته د ۱۰۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت پانګه ورکړي.

ګوټريش زياته کړې،‌ چې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ‌ همکارۍ سوله ييزې، باثباته او سمسورې نړۍ ته يوازينۍ لار ده. پياوړی څواړخيزتوب يو انتخاب نه، بلکې ضرورت دی.