وانګ يي د استراليا د بهرنيو چارو له وزيرې پېني وانګ سره وکتل
CMG2022/07/10 14:12:10
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په اتمه نېټه  په بالي ټاپو کې د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې د استراليا د بهرنيو چارو له وزيرې پېني وانګ سره وکتل.

وانګ يي وويل، د چين او استراليا اړيکې له ننګونو او فرصتونو سره مخ دي، که سالم پرمختګ تر لاسه شي، دا د دواړو هېوادونو د خلکو له ګډو ګټو سره سمون خوري او د اسيا او ارام سمندر سيمې د سولې او ثبات لپاره به هم ګټور وي. د چين او استراليا ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د ټينګېدو د پنځوسمې کاليزې په مناسبت، چين غواړي د متقابل درناوي په روحيې سره د دوه اړخيزو اړيکو د لا ټينګښت لپاره هڅې وکړي.

پېني وانګ وويل، استراليا او چين هراړخيز ستراتيژيک همکاران دي چې پراخې اړيکې او ژورې اقتصادي او سوداګريزې تبادلې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې رسوي. د استراليا حکومت به د ملګرو ملتونو له منشور او نړيوالو قوانينو سره سم او د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار وکړي.  

        دواړو خواوو د پیسفيک سمندر د ټاپوګانو هېوادونو د چارو په اړه هم خبرې اترې وکړې. وانګ يي پر دې ټينګار وکړ چې د ټاپوګانو هېوادونو په غوښتنه او د دغو هېوادونو د خلکو له اړتياوو سره سم د چين او د ټاپوګانو د خپلواکو هېوادونو ترمنځ مساوي تبادلې او همکارۍ تر سره کړي دي. په عين وخت کې چين د جنوبي پیسفيک سمندر په سيمه کې له استراليا، نوي زيلاند او نورو هېوادونو سره درې اړخيزې همکارۍ هم تر سره کړې چې مثبتې پايلې يې تر لاسه کړې دي.